د ملي اردو ۳۳۰ تنه منسوبین د کومانډو او ضربتي کورس څخه فارغ شول

s.mohmand
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۴:۳۶
د ملي اردو ۳۳۰ تنه منسوبین د کومانډو او ضربتي کورس څخه فارغ شول

نن په کابل کې ۳۳۰ تنه د ملي اردو کمانډو ځواکونو له بنسټیزو، پوځي، مسلکي او پرمختللو زدکړو وروسته د ضربتي ډیپارتمنټ څخه فارغ شول.


 د کمانډو ځانګړو ځواکونو په قول اردو کې، نن د دې اتلانو د فراغت جشن نیول شوی وو.


د کمانډو ځانګړو ځواکونو قول اردو مرستیال  تورنجنرال خیال نبي «احمدزي» وویل: لکه څنګه مو چې د ملي اردو لیکو سره په یو ځای کیدو کې د ځان څخه زړورتیا ښودلې ده؛ دښمن سره د جګړې په ډګر کې همداسې په کلکه او زړورتیا سره مبارزه وکړئ.


دې اتلان ژمنه وکړه چې له افغانستان او افغانانو به دفاع کوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته