د ملي اردو د معظمو شهیدانو د اسنادو د بشپړولو پروسې چې څو میاشتې وخت يې نیوه، ۲۶ کاري ورځو ته را ټیټه شوه

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۹:۴
د ملي اردو د معظمو شهیدانو د اسنادو د بشپړولو پروسې چې څو میاشتې وخت يې نیوه، ۲۶ کاري ورځو ته را ټیټه شوه

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله “احمدزي” د خبري کنفرانس په ترڅ کې ددغه مطلب په څرګندولو سره وویل:"د اتلو دفاعي او امنیتي ځواکونو د شهیدانو وارثینو او کورنیو ته د لا ښې رسیدنې په موخه، د ملي دفاع وزارت رهبري خپله ټوله هڅه او کوښښ کوي، تر څو د تېر په څیر د شهیدانو وارثین د خپلو اسنادو د بشپړولو په خاطر په میاشتو وخت و نه نیسي، او د اسنادو دغه پړاو ۲۶ کاري ورځو ته را ټیټه شوه."

- په موقع سره د محاربې له ډګره د شهید سردار محمد داوود خان روغتون ته د ملي اردو د معظمو شهیدانو لېږد

- په ځانګړو مراسمو د ملي اردو د معظمو شهیدانو تکفین او تجهیز او د شهید محترمې کورنۍ ته د اکرامیې سپارل

- د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ له لارې مسکوني ولایت ته د معظمو شهیدانو لیږدول

- د اپس سیسټم له طریقه د اسنادو ترتیبول

- له مربوطه قطعې څخه د ملي دفاع وزارت د پیژنتون ریاست ته د ملی اردو د معظمو شهیدانو د اسنادو ترتیب او لېږد

- د ملي دفاع وزارت د پیژنتون ریاست له لوري د افسرانو او بریدملانو د ذاتي قانون پر بنسټ له امتیازاتو سره د یوې رتبې فوق العاده ترفع امر ترتیبول

- په محاکمو کې د شهیدانو د ورثې له لوري د وثیقه خط او وکالت خط ترتیبول او د ملي دفاع وزارت د پیژنتون ریاست ته د ورثې د وکیل معرفي کول

- د بانکي حساب له افتتاح وروسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت محترم وزارت ته د شهید د محترمې ورثې د بشپړ شهرت او اسنادو استول

- د دفاعي او امنیتي ځواکونو د شهیدانو، ټپیانو او معلولینو وارثینو کورنیو له پاره په ملي دفاع وزارت کې د شکایت اوریدلو د (۱۹۶) شمېرې ایجادول.

د دفاعي او امنیتي ځواکونو ټپیانو او معلولینو ته د رسیدنې او د دوې د اسنادو په بشپړلو کې د لیدلو وړ تغییرات راغلي دي.

د ملي اردو د اتلو منسوبینو شهیدانو د کورنیو وارثینو، ټپیانو او معلولینو د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د پاملرنې په لومړیتوب کې دي، له دې امله، د شهیدانو د وارثینو د حقونو او قانوني امتیازاتو د اسنادو طی مراحلو اسانه کولو له پاره اغیزمن او موثر اقدامات په نظر کې نیول شوي دي، تر څو د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اسنادو په بشپړولو کې د شهیدانو، ټپیانو او معلولینو د کورنیو او وارثینو له سرګردانۍ او وخت له ضایع کیدلو مخنیوی وشي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۲۰:۴۱
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء غزني ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء, نن غزني ولایت ته ولاړ...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۰۰ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول...

بېرته خبرونه ته