د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ قوماندانۍ خبرتیا!

s.mohmand

د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ قوماندانۍ د (۱۴۰۰) هجري لمریز کال د اوولسمې دورې د کانکور ازموینې د ټولو نارېنه او ښځېنه وو محترمو نوماندانو د پام وړ!

۱- د ملي پوځي اکاډمۍ قوماندانۍ د اوولسمې دورې د کانکور ازموینه د (۱۴۰۰) هجري لمريز کال د زمري میاشتې په لسمه نېټه اخیستل کیږي.
۲- د ملي پوځي اکاډمۍ قوماندانۍ د کانکور ازموینې ټول هغه نارېنه او ښځېنه کاندیدانو چې د کانکور ازموینې د شمولیت کارت یې مخکې ترلاسه کړی دی په پورته ذکر شوې نېټه باندې دې د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون ته حاضر شي.
3- محترم کاندیدان د ازموینې په ورځ د کانکور ازموینې د شمولیت کارت او د تابعیت اصلي پیژند پاڼه له ځان سره ولري.
4- محترم کاندیدان دې ازموینې په ورځ د الکترونیکي وسایلو( مبایل، ګوشکي او...) له راوړلو څخه ډډه وکړي.

- د ښوونې او روزنې مرستیال ( ۰۲۰۲۶۳۴۰۶۶)
- د اکاډمۍ د پذیرش مدیر (۰۲۰۲۶۵۸۷۲۸)
- د پذیرش د ثبت او راجستر آمر (۰۲۰۲۶۳۴۰۷۵)
- د پذیرش اجرائیه آمر (۰۲۰۲۶۳۴۰۷۷)
- د ملي پوځي اکاډمۍ نوکریوال (۰۲۰۲۶۳۴۰۴۲)

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۵:۱۵
Background image

د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ قوماندانۍ خبرتیا!

د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ قوماندانۍ د (۱۴۰۰) هجري لمریز کال د اوولسمې دورې د کانکور ازموینې د ټولو نارېنه او ښځېنه وو محترمو نوماندانو د پام وړ!

۱- د ملي پوځي . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۹:۳۳
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې سبا سه شنبه، د ۱۴۰۰ د چنګاښ ۸مه، د مسلح قواوو ویاند، د دفاعي - امنیتي سکټور او د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندویان، د هېواد امنیټي وضعیت او د دفاعي او امنیتي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۹:۳۹
Background image

د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یوې نظامي هلیکوپترې د سقوط په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه 

تیره شپه د میدان ورګو ولایت په "جغتو" ولسوالۍ کې د هېواد د هوایي ځواک یوه MI 17 ډوله هلیکوپتره د تخنیکي او فني ستونزو له کبله سقوط شوې ده. 

په خواشینۍ سره ددغې هلیکوپترې د سقوط په . . .

Back to announcements