د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ خبرتیا

s.mohmand

د مار شال فهیم ملي دفاع پوهنتون، د ملي پوځي اکاډمۍ د (۱۴۰۰) ښوونیز کال له پاره په لاندې شرایطو محصلین مني:
۱- کاندیدان (نارینه او ښځینه) باید د (۱۳۹۸ او ۱۳۹۹) کلونو دولسمو ټولګيو څخه فارغ وي او درې کلنې (۱۰-۱۱-۱۲) نومرو سلنه یې (۸۰) واوسي.
۲- د کاندید عمر باید له ۱۸ څخه تر ۲۲ کالو تر منځ وي.
۳- د افغانستان تابعیت ولري.
۴- بشپړه جسمي او رواني سلامتیا ولري او همدا رنګه په فزیکي آزمویینه کې ټاکلي معیارونه تر لاسه کړي.
۵- جرمي سابقه ونلري او همدا رنګه په نشه یې توکو او مسکراتو باندې اخته نه وي.
۶- د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ کانکور په آزمویینه کې چې د لوړو زده کړو وزارت په معیار برابره ده، ګډون وکړي او د کامیابۍ نمرې تر لاسه کړي.
۷- د (۱۳۹۸-۱۳۹۹) کلونو د دولسمو ټولګيو فارغینو چې د (لسم، یوولسم او دولسم ټولګي) د نمرو سلنه یې (۸۰) وي، کولی شي د وري (حمل) په (۲۱) د اړوند جلب او جذب قوماندانیو ته ورشي او په ملي پوځي اکاډمۍ کې د داخلیدو فورم د لارښوونې له کتابچې سره تر لاسه کړي، د اړوند ولایت ښوونځي د معارف ریاست تصدیق څخه وروسته د ۱۴۰۰ کال د ثور تر (۱۰) پورې بیرته اړوند جلب او جذب قوماندانۍ ته وسپاري.

پته: د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون قوماني ( قمبر څلور لارې).

د اړیکو شمېرې:
د ملي پوځي اکاډمۍ د ښوونې او روزنې مرستیالتوب (022634066)
د ملي پوځي کاډمۍ د پذیرش مدیر (0202658728)
د ملي پوځي اکاډمۍ د ثبت او راجسټر آمر (0202634075)
د ملي پوځي اکاډمۍ نوکریوالي (020263442)

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۱:۳۴
Background image

د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ خبرتیا

د مار شال فهیم ملي دفاع پوهنتون، د ملي پوځي اکاډمۍ د (۱۴۰۰) ښوونیز کال له پاره په لاندې شرایطو محصلین مني:
۱- کاندیدان (نارینه او ښځینه) باید د (۱۳۹۸ او ۱۳۹۹) کلونو دولسمو ټولګيو څخه . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۹:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت خبرتیا

د مخکنۍ خبرتیا په تعقیب سره  په ملي پوځ کې د جوماتونو د امامانو او اسلامي لارښونې او روزنې امریت د بستونو د تحریري اآزموینې د پایلو د اعلان په هکله لیکل کیږي:
هغه شمېر داوطلبان چې په . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۲۰:۲۴
Background image

د ملي دفاع وزارت خبرتيا!

په افغانستان کې په شرايطو برابر ځوانان؛ د ملي اردو له اتلانو سره يو ځای شئ...

Back to announcements