د فاع وزير: د ميوند قول اردو د پېښې پر جدي څېړنې سربېره له دښمن کلک غچ اخلو

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۶ - ۲۱:۲۳
سرپرست وزارت دفاع ملی: علاوه بر بررسی جدی حمله برقول اردوی میوند، انتقام شهدا را از دشمن میگیریم

د افغانستان د دفاع وزير اسدالله خالد، چې د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ورسره و، د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندانۍ د وروستۍ پېښې څرنګوالي راپور اروزنې لپاره يادې قول اردو ته سفر وکړ. يادو لوړ پوړو امنيتي مقاماتو لومړی له هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان او د نظامي شورا غړو سره نظامي ناسته وکړه، چې پدې ناسته کې لومړی د شهيدانو روح ته دعا وشوه، ټپيانو ته د عاجلې شفاء او غمځپلو کورنيو سره خواخوږي څرګنده شوه. ورپسې د دفاع وزارت څخه د راغلي پلاوي له لوري د لومړنيو څېړنو راپور واورېدل شو، او وروسته د دفاع وزير له لوري د څېړنو د لا انکشافاتو او اصلي رېښو ته د رسېدو جدي سپارښتنه وشوه. په دغه غونډه کې مسؤلينو پدې ولايت کې د وروستيو عملياتونو او پرمختګونو ترڅنګ د ملي اردو او ملي پوليسو يو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم شريکې کړې. د دفاع وزير اسدالله خالد له هلمند والي، د نظامي شورا غړو او امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه چې ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې ګڼ امنيتي پرمختګونه کړي او دښمن ته يې سخته ماتې ورکړې ده. غونډه کې د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو د پوځي عملياتو او د دښمن د ځپلو په هکله د هلمند نظامي شورا له لوري نيول شوي پلانونه هم واورېدل او د عملياتو په موثريت او چټکتيا يې ټينګار وکړ. تر امنيتي غونډې وروسته د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو له هلمند والي سره په ګډه خبريالانو سره معلومات شريک کړل او ټينګار يې وکړ، چې ددې پېښې پر هر اړخيزې څېړنې سربېره به له دښمن هم کلک غچ واخېستل شي. هغه وويل تېره شپه هم ددې پېښې په تړاو دوه پوځي عملياتونه وشول، چې په ترڅ کې یې په ياده پيښه کې یو تن لاس لرونکی وژل شوی او ۷ تنه نور نيول شوي. ښاغلي خالد څرګنده کړه، چې پدې پېښه کې غفلت کوونکو امنيتي مسولينو ته به هم دقانون په چوکاټ کې سزا ورکړل شي ، ترڅو په راتلوونکې کې د ورته پېښو مخنيوی وشي. هغه له امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه له کومانډو څخه مننه وکړه، چې دغه پېښه يې مهار او دښمن يې اصلي هدف ته رسېدو لپاره پرېنښود. د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي وويل: امنيتي او دفاعي ځواکونه يو قوت او يوه هسته ده، چې په ګډه د دښمن ځپلو ٫ امنيت، سولې او ثبات راوستلو مسوليت لري. هغه څرګنده کړه، چې په هلمند ولايت کې دښمن سخت ځپل شوی او په کمزوري حالت کې دی او ددې توان نه لري چې د ولسواليو او سيمو نيولو پلان پلی کړي. هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان رسنيو سره په خبرو کې وويل: د هلمند نظامي ځواکونه د دښمن په مالي، اقتصادي او تجهيزاتي مرکزونو بريدونه کوي، دوی دغلته جنګي ځواک له لاسه ورکړی او موږ لاهم د پلان مطابق پر مخ روان یوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۳:۳۱
Background image

اسدالله خالد : د ۲۳۰۰۰ شهيدو او معلول سرتېرو کورنيو سره به نغدي مرسته وکړو

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير اسدالله خالد نن د يوې غونډې په ترڅ کې...

دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

منيره يوسفزاده د افغانستان ملي دفاع وزارت مرستياله وټاکل شوه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د تعليماتو او پرسونل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۸ - ۱۲:۵۹
Background image

د ملی دفاع وزارت سرپرست وزیر سفر بلخ ولایت ته

کابل افغانستان: د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله "خالد"، د ملی امنیت عمومی...

بېرته خبرونه ته