د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کي لاندي کسان پر ټاکل شوو دندو وګمارل شول

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۹:۲۶

1.د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان مولوي محمد ظریف مظفر؛ د ملي دفاع وزارت د ټیکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه

 2. د ملي دفاع وزارت د اپراسیون مخکینی رئیس مولوي باز محمد حمیدي، د همدې وزارت د پرسونل او تعلیماتو معینیت د مرستیال په توګه

 3. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکینی مرستیال ملا عبدالغفار محمدي د ملي دفاع وزارت د هوايي قواوو د قومندان په توګه

 4. د تخار ولایت مخکینی والي مولوي نورالدین؛ دملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د رئیس په توګه

 5. د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی مرستیال مولوي نور الرحمن نصرت؛ د ملي دفاع وزارت د اپراسیون د رئیس په توګه.

6. د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکینی قومندان ملا امیرخان حقاني؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د قومندان په توګه

 7. د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصرالله مطیع؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه

 8. د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی قومندان ملا رحمت الله محمد؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوندان په توګه

 9. د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی قومندان قاري محمد ایوب خالد؛ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د قومندان په توګه.

10. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکینی مرستیال ملا اغا محمد ابراهیم، د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه.

11. د ننګرهار ولایت د دریمي پلي لواء مخکینی قومندان مولوي عبدالحکیم نظامي؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د مرستیال په توګه.

12. د ۲۱۷ عمري قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء مخکینی رئیس ارکان قاري امین الله طیب؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه.

13. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی رئیس ارکان ملا عبدالباري ګل اخند؛ د همدې قول اردو د مرستیال په توګه

 14. د کندهار ولایت د درېیمي سرحدي عبیده لواء مخکینی قومندان ملا نصیب الله زبیر؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه

 15. د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو مخکینی رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د رئیس ارکان په توګه

 16. د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی رئیس ارکان مولوي حزب الله افغان؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه.

17. د زابل ولایت د دوهمي پلي خیبر لواء مخکینی قومندان ملا عبدالله حبیب؛ د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې د رئیس ارکان په توګه.

18. ملا عبدالسلام اغا؛ د کندهار ولایت د دریمي پلي ابودجانه لواء د قومندان په توګه.

19. ملا غلام رسول اخند؛ د کندهار ولایت د دریمي پلي ابودجانه لواء د رئیس ارکان په توګه.

20. د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې مخکنی رئیس ارکان ملا نېک محمد ملنګ؛ د زابل ولایت د دوهمي پلي خیبر لواء د قومندان په توګه.

21. ملا راز محمد خنجري؛ د جوزجان ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه.

22. قاري احمدي؛ د جوزجان ولایت د دوهمي پلي لواء د رئیس ارکان په توګه.

23. د خوست ولایت د دوهمي پلي لواء مخکنی قومندان مولوي بدر الدین؛ د غزني ولایت د دریمي پلي محمدي لواء د قومندان په توګه.

24. مولوي نقیب الله جمال؛ د خوست ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه.

25. د هرات ولایت د لومړۍ پلي لواء مخکنی قومندان ملا محمد رحیم حاجي لالا؛ د همدې ولایت د پنځمي سرحدي لواء د قومندان په توګه.

26. د هرات ولایت د پنځمي سرحدي لواء مخکنی قومندان مولوي صلاح الدین ایوبي؛ د هرات ولایت د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه.

27. حنیف اخندزاده؛ د فراه ولایت د دوهمي پلي لواء د قومندان په توګه و ټاکل شول.

دغه راز عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله یادو ټولو مسئولنیو ته د الله (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کي د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کي د توفیق غوښتنه کړې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۲۱:۷
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له مسولینو سره ولیدل 

نن ورځ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال آلحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" د  ۳۱۳ مرکزی قول  اردو مشرتابه او اړوند لوا ګانو له مسولینو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د ملي د فاع وزارت لومړي مرستیال. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۹:۲۲
Background image

د مسلحو قواوو لوی درستیز د قول اردوگانو او قطعاتو له ویاندویانو سره ولیدل

نن د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" د ملي دفاع وزارت د ساحوي قول اردوګانو او قطعاتو له ویاندویانو سره د جګریزو ګډو زدکړو قوماندانۍ د عامه خدماتو په مکتب کې ولیدل.

همدا. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۲۱:۲۰
Background image

ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه

 نن ورځ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" د ۲۰۵ البدر قول اردو په اداري مجلس کې دګډون ترڅنګ له یادې قول اردو څخه لیدنه وکړه.

 ملا محمد فاضل "مظلوم" د غونډې. . .

بېرته خبرونه ته