د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال ژوند لیک

د ملي دفاع وزارت د پالېسۍ او ستراتېژیکو چارو مراستیال ښاغلي عبدالحی رؤف ژوندلیک لیک 

ښاغلی عبدالحی رؤف په ۱۳۶۱لمریز کال د کابل ولایت اړوند په یوه روشن فکره کورنۍ کې دنیا ته سترګې غړولې دي نوموړي د لېسانس په کچه، د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې تر لاسه کړې دي.

ښاغلی رؤف د (J. WILLIAM FULLBRIGHT SCHOLARSHIP) معتبرې نړېوالې برسیې له لارې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو مطالعاتو (میډلبري) انستېتوت کې د ماسټرۍ لوړې زده کړې بشپړې کړې دي

مخکې له دې، چې د ملي دفاع وزارت د پالېسۍ او ستراتېژیکو چارو د مرستیال په توګه و ګمارل شي، ښاغلي رؤف د ملي امنیت شورا دفتر د دارالانشا ریئس، د ملي امنیت شورا دفتر سرپرست سلا کار مرستیال ، د ملي امنیت شورا دفتر د تحلیل او ارزیابۍ د ریئس، د ښې حکومت دارۍ د مسوول او د اروپا د امنیت د مرستو سازمان د سیاسي تحلیلګر په توګه یو شمیر مهمې دولتې دندې تر سره کړې دي. سربېره پر دې ښاغلي رؤف د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت، د افغانستان د آزادې ټولنې او د شفافیت د څار د ادارو له لارې د هیواد والو پر وړاندې خپل مسلکي او ملي رسالت په ښه توګه ادا کړی دی.

ښاغلي رؤف په (۲۰۱۴، ۱۵ او ۱۷ز) کلنو کې وطن او خلکو ته د غوره او صادقانه خدمت په تړاو د غازي میربچه خان او میر مسجدي خان د ویاړنې مېډالونه  د افغانستان د جلالتمآب جمهور ریئس لخوا تر لاسه کړي دي.

ښاغلي رؤف د لوړو مسلکي زده کړو او کاري تجربو په لرلو سره د ملي امنیت شورا په دفتر کې د خپلې کاري دورې پرمهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو د جوړښت په اصلاح کې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي عبدالحی رؤف د افغانستان د اسلامي دولت په استازیتوب، په هیواد د ننه او بهر کې په مهمو ملي او نړیوالو سمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کړی او د هیواد د ستراتېژیکو ګټو او لومړیتوبونو څخه یې په ښه توګه دفاع کړې ده.