د دیني علومو او شرعیاتو رشتو له ۸۰۰ فارغانو څخه د ملي دفاع وزارت د عقیدتي امریتونو لپاره ازموینه واخستل شوه
په دې ازموینه کې چې د دیني علومو د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې د شرایطو وړ سلګونو کسانو ګډون کړی وو، په رڼه او امنه فضا کې تر سره شوه؛ ټاکل شوې چې له دې به ۱۴۰ ښځینه او نارینه وړ کسان د ملي اردو په قطعاتو او جزوتامونو کې د عقیدتي امریتونو او د جوماتونو د ملا امامانو په توګه وټاکل شي.
د ښوونې او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیرې "یوسف زاده" له دغې ازموینې څخه څارنه کوله د ازموینې دغه بهیر يې یوه شفافه پروسه وبلله او وې ویل:" دا د ویاړ ځای دی چې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د علماوو ملاتړ له ځان سره لري، او د هېواد روانې، ناوړې او تپل شوې جګړې څخه بشپړ معلومات لري، دوې کولی شي چې د دښمنانو د تبلیغاتو مخنیوی وکړي، د دښمن اوازې او تبلیغات د هېواد د ملي ګټو او خلکو پر وړاندې چې د دین او اسلام څخه ناوړه ګټه اخلي، کوم ځای ونه نیسي.
د ازموینې ګډونوالو، د ازموینې بهیر شفافه وباله او هیله یې څرګنده کړه چې له بریالیتوب وروسته به له دې لارې وکولای شي هېواد ته د خدمت جوګه وګرځي.