د آلمان د دفاع له وزیرې "آنه ګرت کرامپ کارن باوئر" سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه !

zia_omid
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۶:۴۲
دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی با "آنه گرت کرامپ کارن باوئر" وزیر دفاع آلمان

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد نن د خپل کار په دفتر کې د آلمان د دفاع له وزیرې "آنه ګرت کرامپ کارن باوئر" سره ولیدل او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، د ملي دفاع وزارت سرپرست له افغانستان سره د آلمان دوست هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د آلمان هېواد مرستې او همکارۍ با اهمیته وبللې او وې ویل چې له تروریزم سره د افغان ځواکونو د مبارزې په کار کې د آلمان هېواد مرستې او همکارۍ خورا د ارزښت وړ دي.

د آلمان د دفاع وزیره "آنه ګرت کرامپ کارن باوئر" له تروریزم سره په جګړه کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او ټینګاریې وکړ چې آلمان به له افغان ځواکونو سره د روزنې او مشورې ورکولو په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

میرمن آنه ګرت کرامپ، د ملي پوځ په اډانه کې د ښځو د پام وړ له شتون څخه ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په دفاعي او امنیتي بنسټونو کې د ښځو کچه نوره هم لوړه شي.

د آلمان د دفاع وزیرې وویل چې د افغانستان د هوایي ځواک د پیاوړتیا او مسلکي کېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د آلمان د دفاع وزیرې، د افغانستان په ختیځ کې د داعش د ماتې په اړه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د داعش ترهګرو د بشپړې ماتې لپاره به د افغان ځواکونو په خوا کې پاتې شي.

وروستي خبرونه

جمعه ۱۳۹۹/۳/۳۰ - ۲۰:۱
Background image

دایکندي ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د دایکندي ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو په...

جمعه ۱۳۹۹/۳/۲۳ - ۲۱:۵۰
Background image

لوګر ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد سفر

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د لوګر ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه...

پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د شوراب ښوونیز مرکز څخه ۶۲ تنه فارغ شول

د شوراب ښوونیز مرکز څخه ۶۲ افسرانو، بریدملانو او سرتیرو د انجینري او توپوګرافي...

بېرته خبرونه ته