دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې په لوړ مورال او کلک هوډ مبارزه کوي

s.mohmand
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۲۰:۲۹
دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې په لوړ مورال او کلک هوډ مبارزه کوي

د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملي ورځې (د کب نهمې) په مناسبت جوړه شوې لمانځغونډه کې د افغانستان ولسمشر او د وسلوال پوځ سر اعلی قوماندان محمد اشرف غني, د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح, د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش, د دولت لوړ پوړو چارواکو او د کابینې غړو, د ولسې جرګې استازو, جنرالانو, افسرانو او سرتیرو, ګډون درلود.

د ملي اردو د یو شهید مور "حمیدې" په دې غونډه کې د خلکو د دفاع په لار کې د خپل قرباني شوي ځوي په اړه وویل: ویاړي چې ځوي یې د هېواد او خلکو د ساتنې په لار قرباني ورکړه او چمتو دي چې خپل نور اولادونه هم ملي اردو ته واستوي تر څو د هېواد د دښمنانو پر وړاندې مبارزه وکړي.

همدا راز د ملي اردو یو افسر جګړن "شاه زمان" چې خپله یوه پښه یې تروریزم سره د مبارزې په لاره کې د لاسه ورکړې په خپلو خبرو کې وویل: ځامن مې تشویق کړي دي چې د ښوونځي څخه تر فراغت وروسته د خپل پلار لاره تعقیب کړي, ملي اردو لیکو ته راشي او د هېواد د خلکو ساتنه وکړي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له سرښندنو سایینه او قدردانی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د هېواد سرتیري په لوړه روحیه او کلک هوډ د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې جنګیږي او زموږ درې رنګه بیرغ یې د هېواد په ګوټ ګوټ رپانده ساتلی دی.

همدا راز ولسمشر زیاته کړه: د جنګ په ډګر کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو میړانو او سرښندنو, افغانستان پیاوړی او محکم ساتلی دی. تاسې د نظام ځواکمنې ستنې یاست له دې کبله تاسې په نویو وسلو او تجهیزاتو سمبالول د دولت د برنامو په لومړیتوبونو کې ځای لرﺉ.

ولسمشر غني ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته کب د نهمې د مبارکۍ تر څنګ وویل: دا ورځ ټول افغانان د هېواد په ګوټ ګوټ په ډیر ویاړ سره لمانځي.

د ملي دفاع لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل او سرپرست ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د سرتیري د ملي ورځې مبارکي وویله او هغه ټول اتلان چې د هېواد په بیلابیلو نقطو کې د دفاع په سپیڅلو دندو بوخت دي وویل: د دفاعي او امنیتي ځواکونو له پاره سږنی کال تر ټولو کلونو سخت کال وو, له یوې خوا د کرونا ویروس فشار, د سولې خبرې او له بلې خوا د طالبانو له لوري د امتیازاتو اخيستلو له پاره د جنګ فشار ډیریدل؛ اما په ټولو ستونزو بریالي کیدل د دې هېواد د زړورو بچیانو د کلک هوډ او قوي ارادې ښودونکی دی.

د ملي دفاع لومړي مرستیال د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دا ځواکونه به د افغانانو څخه په هر ډول شرايطو کې ساتنه کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۲۰:۴۱
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء غزني ولایت ته ولاړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیاء, نن غزني ولایت ته ولاړ...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه د سيمه ايزې اردو ۴۸۱ تنه سرتيري فارغ شول

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۴۸۱ تنه سېمه ایز سرتيري د اته اونیو بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته، فارغ شول...

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه تازه دمي سرتیري فارغ شول

۲۱۷ پامیر قول اردو ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۳۰۰ تازه دمي سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول...

بېرته خبرونه ته