دفاریاب ولایت کې د طالبانو یو زندان له منځه یو وړل شو

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۶ - ۱۱:۴۶
نابودی یک زندان طالبان در ولایت فاریاب

په ټول هیواد کې د طالبانو له زندانو څخه د بندیانو د ژغورلو لپاره د ملی دفاع وزارت د رهبرۍ هییت د سپارښتنې پر بسټ، تیره شپه د هیواد میړنیو کماندو ځواکونو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د شاخ سیمې کې ځانګړي عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې د دښمن یو پټ زندان له منځه وړل شوی دي . په دې عملیاتو کې:

١- ٥١ تنه زمونږ هیواد وال چې ٣١ تنه یې د ملي اردو سرتیري، ٢ د کماندو ځواکونه،٣ تنه د ملي پولیسو سرتیري، ١٢ تنه د عامه نظم سرتیري، ٤ تنه ملکي وکړي او ٨ تنه بهرنیان د طالبانو له بنده ژغورل شوي دي.

٢- ٢٠ تنه طالب ترهګر او ٤ تنه داعشیان چې د زندانیانو په منځ کې ول د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

همدا راز په یاده نښته کې ٣ تنه طالب ترهګر هم وژل شوي دي. ”هیڅ یو د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتیری به د دښمن په بند کې پاتې نشي“

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله”خالد“

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ - ۱۶:۳۴
Background image

د ملي اردو ١٤٧ تنه بریدملان د ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

د ٢٠٥ اتل قول اردو د پوله ساتو ځواکونو د دریمې لوا د ښوونیز مرکز څخه د ٤ تنه ښځينه...

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۲۲:۲۹
Background image

‏‎د ناټو سازمان غړیو هېوادونو یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او همکاریو د دوام ژمنه وکړه

د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې پر دویمه ورځ د افغانستان په اړه بحث او خبرې...

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۲۱:۵۳
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر، د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع له وزیر سره وکتل

د ملي دفاع سرپرست وزیر ښاغلي اسدالله خالد، په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع...

بېرته خبرونه ته