دطالب ترهګرو له بند څخه د دفاعي او امنیتي ځواکونو له آزادو شویو بندیانو سره د مسلح ځواکونو د لوی درستیز ملاقات

zia_omid
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۸:۵۸
ملاقات لوی درستیز قوای مسلح با زندانیان رها شده نیروهای دفاعی و امنیتی از بند طالبان تروریست

د مسلح ځواکونو لوی درستیز ښاغلي ستر جنرال بسم الله وزیري دوشنبې ورځ وروسته له غرمې څخه د افغان ځواکونو له یو شمېر هغو منسوبینو سره وکتل, چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو دهڅو په پایله کې د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو له بند څخه آزاد شوي و.
لوی درستیز له آزادو شویو زندانیانو سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه, چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به ژر تر ژره پوره کوي.
وروسته د طالبانو له زندان څخه د آزادو شویو بندیانو په استازیتوب ۲ تنو خبرې وکړې او دخبرو پر مهال یې د افغان اتلو ځواکونو هغه هڅې, چې د طالبانو له بند څخه يې د دوی د خوشي کولو په برخه کې تر سره کړې وې د ستایلو وړ وبللې او په دې تړاو يې د ملي دفاع وزارت له مشرتابه پلاوي څخه د زړه له کومي مننه وکړه.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۸:۴۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۱۴
Background image

د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته ولاړ

د ملي دفاع وزارت رهبري د هدایت پر اساس د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر په قطر کې د دفاعي نندارتون غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د قطر هیواد له لوړ پوړیو چارواکو او دفاع وزیر له لیدنې وروسته د وسلو په “دفاعي. . .

بېرته خبرونه ته