خبرتیا د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د میاشتې ۲۴ مه نیټه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د کادري افسرانو د جلب او جذب په موخه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو فارغان، د هندوستان هیواد د ( IMA) اکادمۍ ته مني.

هغو نارینه ځوانانو ته چې په دې اکادمۍ کې د شمولیت غوښتنه لري خبر ورکوي چې د نوم لیکنې په موخه په کابل کې ملي اردو د جلب او کمیساریو ته ور شي.

د شمولیت شرطونه:

۱- د افغانستان تابیعت در لودونکي وي .

۲- د کاندید عمر د ۱۹ نه تر ۲۴ کلونو پورې وي.

۳- د خصوصي او یا دولتي پوهنتون څخه فارغ وي.

۴- په انګلیسي ژبه بلدتیا ولري.

۵- د پوره روغتیا څخه برخمن وي او په مخدره توکو معتاد نه وي.

۶- د نوم لیکني لپاره یو قطعه عکس،پیژند پاڼه او د فراغت سند په لاس ولري.

د نوم لیکنې لړۍ د ۱۳۹۸ کال د تلې( میزان) ۲۹ نیتې څخه د کابل د جلب او جذب په ټولو کمیساریو کې پیل او د آزموینې نیټه د تحصیلي اسنادو  دڅیړنې  وروسته داوطلبانو ته ویل کیږي.

د لاډیرو معلوماتو لپاره د جلب او جذب قوماندانۍ سره  په دغي شمیرو اړیکه نیولی شی:

۰۲۰۲۶۱۲۹۹۹

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۶:۸
Background image

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي د قوماندانۍ خبرتيا

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۴ ښوونيز کال لسم ټولګي ته د پوهنې وزارت د نهمو ټولګیو فارغان او د دیني رسمي مدرسو د نهمو ټولګیو معادل زده کوونکي په لاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملکي کدرونو د جذب په اړه د ستردرستیز د صحيه چارو قوماندانۍ خبرتیا!

لکه څرنګه چې څرګنده ده، د ملي اسلامي اردو د صحي خدمتونو ګټه اخيستونکي د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ په ځانګړې توګه د ملي دفاع وزیر محترم مولوي محمد یعقوب "مجاهد" او د ستردرستیز صحيه چارو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – د ملي پوځي اکاډمي خبرتیا

د حضرت معاذ بن جبل – رضي الله عنه – ملي پوځي اکاډمي د (۱۴۰۴هـ،ش) کال لپاره په لاندې شرایطو محصلین مني:

الف: د نوم ليکنې شرایط:
- داوطلبان به په (۱۴۰۲هـ،ش) کال کې د پوهنې وزارت او د . . .

Back to announcements