خبرتیا

s.mohmand

 
د ملي دفاع وزارت د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۲ ښوونیز کال لپاره د پوهنې وزارت د نهم ټولکیو (دولتي او خصوصي) ملکي لېسو او د دیني مدارسو پنځمه درجه فارغان (چې په لیک او لوست سره سل سلنه بلدتیا ولري او د پنځمې درجې سند یې د اړوندې مدرسې او پوهنې ریاست تائید ولري) هغه ټولو فارغ او داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، یاده ښوونځي يې د لسم ټولګي لپاره په لاندې شرایطو جذبوي:
۱ د داوطلب عمر د (۱۵-۱۷) کالو کې وي.
۲ د تابعیت اصلي پیژند پاڼه ولري.
۳ د ښې روغتیا او لوړ قد خاوند وي.
۴ چې د نمرو اوسط یې له ۷۰ سلنې کم نه وي.
۵ د نهم ټولګي د فراغت سند ولري.
۶ د دیني مدارسو طالبان (د پنځمې درجې سند د اړوند ولایت د پوهنې ریاست او خپلې مدرسې تائید ولري).
۷ د نهم ټولګي د فراغت سند یې د اړوند ولایت د پوهنې ریات تائید ولري.
۸ تضمین خط يې د یو دولتي مامور تائید ولري.

پورته شرایط لرونکي کولای شي چې (د کب ۲۳ څخه د وري تر ۳ یمې) نیټې پورې د خپل تابعیت تذکرې، څلور قطعې رنګه انځورونو او د نهم ټولګي د فراغت اسنادو سره اړوندو ولایتونو کې د ملي اسلامي اردو د جلب او جذب قوماندانیو ته د نوم لیکنې لپاره ورشي.
نوټ: ازموینه د پورته ټولو شرایطو لپاره اخیستل کیږي.
د زیاتو معلوماتو لپاره د ملي دفاع وزارت رسمي ویب سايټ او یا د اړیکو لاندې شمېرو سره تماس ونیسئ.

PBX (0202648037)-(0202648036)

خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۹:۲۸
Background image

خبرتیا

 
د ملي دفاع وزارت د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۲ ښوونیز کال لپاره د پوهنې وزارت د نهم ټولکیو (دولتي او خصوصي) ملکي لېسو او د دیني مدارسو پنځمه درجه فارغان (چې په لیک او لوست سره سل . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۹:۴۳
Background image

ملي دفاع وزارت د حربي ښوونځي قوماندانۍ اعلامیه!

د ملي دفاع وزارت نظامي اکاډمۍ د حربي ښوونځي قومانداني د (۱۴۰۱ ه.ش) تعلیمي کال له پاره د پوهنې وزارت د لسم او یوولسم ټولګي هغه فارغان، چې څلور نیم میاشتنۍ ازمویینه یې ورکړي وي، د لاندې . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۱۶:۴۴
Background image

د حربي ښوونځي د پيل په تړاو د ملي دفاع وزارت خبرتیا

د حربي ښوونځي ټولو زده کړيالانو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د سهار ۸:۰۰ بجې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د امریې سره سم، د درسونو پیل او د ټولګيو . . .

Back to announcements