افغان اتلو ښځو لپاره ځانګړۍ فرصتونه

s.mohmand

افغان اتلو ښځو لپاره ځانګړۍ فرصتونه

افغان اتلې ښځې د نارینوو په څېر، له ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي ګټو څخه دفاع کوي. نو تاسو هم کولای شئ چې د اتلو مېرمنو په لیکو کې یوځای شئ او دغه سپېڅلې دنده د خپلو اتلو خویندو په خوا کې ترسره کړئ.

د ملي دفاع وزارت، د رهبرۍ په کچه د ښځو د شتون د پیاوړتیا لپاره، پنځوس تنه متخصصې او په کار پوه ښځې، په لاندې شرایطو او امتیازونو سره ګماري:

شرایط:

  • غوښتونکې باید د ادارې او منجمنټ، کمپیوټر ساینس، حقوقو، سیاسي علومو او اقتصاد په برخو کې حد اقل د لیسانس سند ولري.

  • غوښتونکې باید په انګلیسي ژپې بلدتیا او د کمپیوټر د استفادې مهارت ولري.

  • د غوښتونکې عمر باید له ۲۸ کلونو ټيټ واوسي.

امتیازات:

  • په شرایطو برابر کسانو تر منځ د آزموینې له ترسره کېدو او د پنځوس و تنو د شاملېدو د پروسې په بشپړېدو سره سم، هغوی ته د دوهم بریدمنۍ رتبې مادي امتیازات ورکول کېږي.

  • منل شويو کسانو ته، په ځانګړي ډول یو کلنه مسلکي زدکړه ورکول کېږي.

  • دوی د زدکړې له دورې وروسته، د ملي دفاع وزارت په اداري بستونو کې ګمارل کېږي.

غوښتونکي کسان د فورمو د ترلاسه کولولپاره کولای شي د ملي دفاع وزارت رسمي ویب سایت (www.mod.gov.af) او یا هم د جلب و جذب لویه قوماندانۍ، سیمه ییزو او مرکزي کمیساریو ته، د ۱۳۹۸/لېندې میاشتی/ ۲۳ له نېټې څخه مراجعه وکړي او د ۱۳۹۸/مرغومۍ میاشتی/۵ نېټې خپل اسناد اړوند مراجعو ته وسپاري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:

(۲۰۲۶۱۹۸۰۹))  ۰۲۰۲۶۱۹۸۰۴) و ( ۰۲۰۲۶۶۰۶۱۹ )

د یادونې وړ دی چې په شرایطو برابر کسانو د جلب و جذب او شاملېدو پروسه وړیا ده.

د غوښتنې فورم

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۴۱
Background image

د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون خبرتیا

 د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د(۱۴۰۴) ښونیز کال لپاره د پوهنې وزارت، د حضرت سعد ابن ابی وقاص(رض) حربي ښوونځي د دولسمو ټولګیو فارغان او دیني مدرسو د دولسمو ټولګیو معادل فارغان چې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۲۹
Background image

اطلاعیه قوماندانی اکادمی نظامی ملی حضرت معاذ بن جبل (رض)

به اطلاع ۴۹۸ تن از محصلین ی که از طریق امتحان کانکور در دوره بیستم اکادمی نظامی ملی پوهنتون دفاع ملی حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) کامیاب شده‌اند، رسانیده می‌شود که از تاریخ ۲۴ حمل سال . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۶:۸
Background image

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي د قوماندانۍ خبرتيا

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۴ ښوونيز کال لسم ټولګي ته د پوهنې وزارت د نهمو ټولګیو فارغان او د دیني رسمي مدرسو د نهمو ټولګیو معادل زده کوونکي په لاندې . . .

Back to announcements