په کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت اړوند د شپږو قطعو ځمکو د قرارداد اعلان
۱۴۰۴/۱۲/۴ ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ kabul
د ملي دفاع وزارت د ودانيزو او ځمکو چارو رياست ټولو پانګوالو، ملي او بين المللي تاجرانو، شرکتونو او مالي بنسټونو ته خبر ورکوي چې د ملي دفاع وزارت اړوند د کابل ولايت کې لاندي شپږ قطعي ځمکهد خصوصي سکتورونو د اقتصادي ودې، پرمختللی ښار جوړونې، د ملي تولیداتو ملاتړ او د ملکيتونو څخه د مؤثرې ګټې اخيستنې په موخه اعلان ته سپارلي ده.
۱- د کابل ولایت چار راهي قمبر سیمه کې د ملي دفاع وزارت اړوند د پخوانیو بلاکونو انکشافي ساحه.
۲- د کابل ولایت بي بي مهرو سیمه کې د یاد محترم وزارت اړوند د پخوانیو بلاکونو انکشافي ساحه.
۳- د کابل د چهلستون د پل حسن په سیمه کې د یاد محترم وزارت اړوند ملکیت.
۴- د کابل ولایت طلایې ښارګوټې ته څېرمه د یاد محترم وزارت اړوند ملکیت.
۵- د کابل ولایت د لسمې ناحیې د چهار قلعه وزیر اباد په سیمه کې د یاد محترم وزارت اړوند ملکیت.
۶- د کابل ولایت د پل چرخې فامیلې په سیمه کې د یاد محترم وزارت اړوند ملکیت.
ټول پانګوال مساوي حق لري چې سيالي وکړي او خپلي طرحې سره له لازمې اسنادو او نقشو د شرطپاڼي د محتوياتو سره سم د ملي دفاع وزارت اړوند د ټکنالوژي او لوژستیکي تامیناتو معینیت د غونډو تالار ته وړاندي کړي.
د آفر پرانستي وخت۱۴۰۴/۱۲/۱۹ نیټه چې د سي شنبې له ورځي سره سمون خوري وخت ۱۰ بجي، په داو طلبي کې د ګډون لپاره تضمين (5000000) افغانۍ د بانک ګرانټي په ډول د يادي ځمکې موقیعت او تخنيکي مشخصات په شرطپاڼه کې ځای په ځای شوي دي.
د اسنادو تر وړاندي کولو وروسته د ملي دفاع وزارت اقتصادي کمېسيون د تخنيکي ارزوني پر بنسټ د غوره وړانديز يا طرحې د منلو حق لري.
داو طلبان کولای شي چې د یکشنبې په ورځ ، ۱۰ /۱۲/ ۱۴۰۴ نیټه د ودانیزو او ملکیتونو چارو ریاست ته د معلوماتو د حاصلولو په موخه راشي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لاندې شمېرو سره اړیکه نیولی شئ
+93706792585 +93775597241 +93705309727