‏د ملي دفاع وزارت لمړي مرستیال تورخم ته د افغان کډوالو د ښه راغلاست په موخه سفر وکړ

شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۱:۱۵            کابل

‏د ملي دفاع وزارت لمړي مرستیال تورخم ته د افغان کډوالو د ښه راغلاست په موخه سفر وکړتیره ورځ ‏د ملي دفاع وزارت لمړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او ورسره مل پلاوي تورخم ته د هغو افغان کډوالو مخې ته د ښه راغلاست په موخه سفر وکړ چې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه په جبري ډول راویستل کیږي.
 
ملا محمد فاضل "مظلوم" افغان راستنېدونکو کډوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دا ستاسو خپل کور دی موږ ستاسو خادمان یو او ستاسو هر ډول خدمت او همکارۍ ته اماده یو.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ