د ا.ا.ا مشرتابه د لزوم دید او چارو د لاښه سمون په موخه د ۲۰۳ منصوري قول اردو لپاره د خوست مخکنی والي مولوي عبدالقیوم "روحاني" ټاکل شوی وو...
۱۴۰۴ تله ۲۸

د ا.ا.ا مشرتابه د لزوم دید او چارو د لاښه سمون په موخه د ۲۰۳ منصوري قول اردو لپاره د خوست مخکنی والي مولوي عبدالقیوم "روحاني" ټاکل شوی وو، نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" له لوري رسماً اړوند منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
د وسله وال پوځ لوی درستیز نوي ټاکل شوي قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د مخکني قوماندان د کړونو او لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه او همداراز پخپلو خبرو کې یې وویل: په اسلامي نظام کې تغیر او تبدیل یو منل شوی اصل دی او تطبيقول یې پر موږ ټولو لازم دی.
همدارنګه د یادې قول اردو نوي قوماندان مولوي عبدالقیوم "روحاني" له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ د ښه خدمت کولو ژمنه وکړه.