وضاحت
نن شپه د اسلامي امارت وسلوال ځواک د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم د نقضولو...
۱۴۰۴ تله ۲۰

نن شپه د اسلامي امارت وسلوال ځواک د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم د نقضولو او د افغانستان په خاوره د هوایي برید په ځواب کي د ډیورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مراکزو انتقامي بریالي عملیات ترسره کړل، یاد عملیات د شپي په دولس بجې پای ته ورسیدل، که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي زموږ وسلوال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.