د هوایي ځواک تخنيکي انجنیرانو له لوري درې باله چورلکې ترمیم او پروازونو ته چمتو شوې
د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک له لوري د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو پرمټ...
۱۴۰۴ تله ۱۴

د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک له لوري د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو پرمټ درې باله چورلکې، چې دوه باله( Mi17 او یو بال MD530 ) دي، ترمیم او په بریالتوب سره یې پرواز ورکړ.
دغه چورلکې چې د تېرې ادارې له لوري تخریب شوې وې له دوهم ځل ریسورس وروسته پرواز ته چمتو شوې؛ چې په یادو چورلکو کې یوه Mi17 نوې چورلکه ده چي په تېره اداره کې ټکر شوې وه، دوباره ترمیم او پروازه ته چمتو کړل شوه.