د ملي دفاع وزارت د هوایي او مدافعه هوایې پوهنتون له دوهمې درې کلنې دورې څخه درې تنه پیلوټان فارغ شول...
۱۴۰۴ وږی ۳۰

د ملي دفاع وزارت د هوایي او مدافعه هوایې پوهنتون له دوهمې درې کلنې دورې څخه درې تنه پیلوټان فارغ شول؛ او ۱۲۴ تنه نوي محصلین د امتحاناتو ملي ادارې د کانکور په ازموینه کې د بریا له ترلاسه کولو وروسته، د بېلابېلو څانګو لومړيو ټولګيو ته ورمعرفي شول.
په دغه مراسمو کې د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین "فطرت"، د هوایې او مدافعه هوایي پوهنتون قوماندان مولوي عبدالنافع "حقاني" او ګڼ شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د وسلوال پوځ لوی درستیر فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: افغانستان له هېڅ هېواد سره دښمني نه لري، او نه چاته اجازه ورکوو چې زموږ په داخلي چارو کې مداخله وکړي؛ د هیواد دفاعي ځواکونه به په خپل ټول توان سره د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي.
ياد مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.