۱۴۰۴ وږی ۳۰
خبریال:
ګرانو لیدونکو! تاسې ته په دې ځانګړې مرکه کې ښه راغلاست وایو: زموږ سره په دې خپرونه کې د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مېلمه دی
محترم وزیر صاحب! ښه راغلاست.
پوښتنه:
غواړو خبرې د هغو لومړیتوبونو څخه پیل کړو، چې تاسو د دې دندې تر ترلاسه کولو وروسته وټاکل شوئ، تر اوسه پورې کومې لاسته راوړنې لرئ؟
دفاع وزیر:
بسمالله الرحمن الرحیم زه هم له تاسو مننه کوم، چې د دې مرکې زمینه مو برابره کړه، د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، د خدای ج په فضل، په تېرو څلورو کلونو کې مې د دفاع وزیر په توګه دنده په ښه شکل سره سرته رسولې ده، د تېر حالت په پرتله، موږ ستر بدلونونه او پرمختګونه درلودل چې په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې او د دفاع وزارت په چوکاټ کې، کوم وزارت چې موږ ته ګډوډ او د ړنګیدو په حالت په میراث پاتې شوی وو، خو نن الحمدلله داسې یو وزارت لرو چې منظم فعالیت کوي.
پوښتنه:
یو له هغو پوښتنو څخه چې اوس ډېره مطرح ده، ستاسو د هڅو په اړه چې د داعش پر وړاندې مو کړې ده. دا بهیر اوس په کوم پړاو کې دی؟
دفاع وزیر:
د هېواد دننه نن سبا ستونزې د خدای"ج" په فضل پای ته رسېدونکې دي او ډېرې محدودې دي. موږ هر هغه ګواښ ته چې د افغانانو امنیت ته خطر پېښ کړي، قاطع او ستراتیژیک دریځ لرو. نن الحمدلله داعش نور په افغانستان کې لوی ګواښ نه ګڼل کېږي. دغه ډله نوره په هېواد کې کوم مرکز یا څرګنده پایګاه نه لري او د افغانستان پر یوه لویشته ځمکه هم واک نه لري. موږ پر ټول قلمرو بشپړ کنټرول لرو او امنیتي وضعیت په لوړه کچه دی. زموږ ستراتیژي دا ده چې هر ډول ګواښ د افغانانو د امنیت پر وړاندې په قاطع ډول له منځه یوسو.
پوښتنه:
څلور کاله وړاندې تاسو ټینګار کړی وو، چې افغانستان هېڅکله به د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د ګواښ د پیل ټکی نه ګرځي. اوس ستاسو او ګاونډیو هېوادونو تر منځ امنیتي همکاري په کومه کچه ده؟
دفاع وزیر:
هو همداسې ده، موږ هغه تړون ته چې له امریکایانو سره په دوحه کې لاسلیک شوی وو، ژمن یو، تر اوسه هېڅوک دا نه شي ثابتولای، چې د افغانستان له خاورې د امریکا، د هغوی متحدینو یا کوم بل هېواد پر وړاندې ګواښ شوی وي، موږ دې سیاست ته ژمن یو چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
پوښتنه:
آیا له دې هاخوا تاسو د سیمې له هېوادونو سره امنیتي همغږي یا دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په برخه کې کوم ګامونه اخیستي؟
دفاع وزیر:
په امنیتي برخه کې تر اوسه موږ له هېڅ کوم هېواد سره ځانګړی تړون نه لرو. زموږ سیاست دا دی چې هڅه کوو له نورو هېوادونو څخه زموږ هېواد ته زیان ونه رسېږي او همدارنګه زموږ له خاورې څخه د بل کوم هېواد پر ضد ګټه وانه خیستل شي. د همدې سیاست په چوکاټ کې موږ له ټولو هېوادونو سره د خبرو او مذاکراتو غوښتونکي یو، څو د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښ په اړه هېڅ اندېښنه ونه لري. خو تر اوسه له ګاونډیانو یا نورو هېوادونو سره کوم نظامي تړون نه لرو.
پوښتنه:
د یو پیاوړي او عصري پوځ د جوړولو او بیا رغونې موضوع ستاسو په اجنډا کې په کومه کچه ځای لري؟ او آیا په دې لاره کې له نورو هېوادونو سره په اړیکه کې یاست؟
دفاع وزیر:
هو، بالکل موږ ډېر پروګرامونه لرو او ډېر یې عملي شوي دي. موږ په دوامداره توګه د پوځ په روزنه او پراختیا کار کوو، په نظامي اکاډمۍ، روزنیزو او ښوونیزو مرکزونو کې په کابل او نورو قطعاتو کې، سلګونه او کله زرګونه تنه هره میاشت فارغېږي. موږ ژمن یو چې یو مسلکي او عصري پوځ جوړ کړو ،چې د افغانستان امنیتي اړتیاوې پوره کړي. دا یوه بنسټیزه اړتیا ده او موږ پرې کار کړی دی او ډېر راتلونکي پلانونه هم په همدې لاره کې لرو.
پوښتنه:
آیا له ناټو یا د امریکا له متحده ایالاتو سره د دفاعي فعالیتونو په برخه کې اړیکې لرئ؟
دفاع وزیر:
نه، هېڅ ډول نظامي اړیکې له ناټو یا امریکا سره نه لرو. تر اوسه په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. زموږ اړیکې له امریکا سره تر ډېره د سیاست او اقتصاد په برخو کې دي او موږ هڅه کوو چې پر افغانستان بندیزونه لېرې شي. نو ځکه له امریکا یا ناټو سره هېڅ ډول نظامي اړیکې نه لرو.
پوښتنه:
د سیمې له سترو هېوادونو لکه روسیې او چین سره څنګه؟
دفاع وزیر:
له روسیې او چین سره هم هېڅ امنیتي یا نظامي تړون نه لرو او تر ننه پورې داسې اړیکې نه دي ټینګې شوې.
خبریال:
ډېره مننه وزیر صاحب!
ګرانو لیدونکو! په دې سره زموږ ځانګړې مرکه د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" سره پای ته رسېږي.
تر بلې لیدنې مو الله تعالی مل شه.