د ۲۰۵ البدر قول اردو منسوبینو له لوري ګڼ شمېر اسلحې او مهمات ونیول شول
د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د کشف او ضد استخباراتو مدیریت د کشفي راپور پر اساس د کندهار او سپین بولدک پر عمومي سړک...
۱۴۰۴ وږی ۲۵

د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د کشف او ضد استخباراتو مدیریت د کشفي راپور پر اساس د کندهار او سپین بولدک پر عمومي سړک ګڼ شمېر اسحلې او مهمات په داسې حال کې ونیول شول چې د موټر په واسطه د انتقال په حال کې وو.
په نیول شویو اسلحو او مهماتو کې M4، کلاشنکوفونه، نارنجک، توفنګچه، ۲۸۶۸ فیره مختلفې مرمۍ، ۵ قابه د سپوږمۍ دربینونه، ۷ قابه د M4 دربینونه، ۱ دانه مینپال، ۳۴ مختلف ډوله شاجورونو، ۷۳۱ عدد د اسلحې مختلفې پرزې شاملې دي.
د یادو اسلحو او مهماتو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي چې تر تحقیقاتو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته ورسپارل شي.