د ملي دفاع وزارت مشرتابه د هیواد په ختیځ زون کې له زلزله ځپلو هیوادوالو د ژغورلو په برخه کې بېلابیل ژغورنکي ټیمونه وستایل

د ملي دفاع وزارت مشرتابه له لوري د هیواد په ختیځ زون کې د وروستیو زلزلو له امله د زلزله ځپلو هیوادوالو د ژغورلو په موخه...

۱۴۰۴ وږی ۲۰

د ملي دفاع وزارت مشرتابه د هیواد په ختیځ زون کې له زلزله ځپلو هیوادوالو د ژغورلو په برخه کې بېلابیل ژغورنکي ټیمونه وستایل

د ملي دفاع وزارت مشرتابه له لوري د هیواد په ختیځ زون کې د وروستیو زلزلو له امله د زلزله ځپلو هیوادوالو د ژغورلو په موخه د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک، د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون روغتیایي ټیم پرسونل، د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو اړوند پرسونل، د یاد وزارت مطبوعاتي ټیم او نور بېلابیل ژغورنکي ټیمونه په ویاړ سره وستایل شول.

د ملي دفاع وزارت محترم وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپلو خبرو کې د یادو ټیمونو نه هېریدونکې هڅې او کوښښونه وستایل او زیاته یې کړه: "زه له ټول پرسونل څخه ځانګړې مننه کوم، کومه میړانه چې تاسو په دغه الهي پیښه کې وښوده زه یې د ستایلو الفاظ نلرم الله ج دې له تاسو څخه راضي شي خپل ولس ته اطمنان ورکوم چې زموږ هوايي او پياده ځواکونه ستاسو په خدمت کې دي او په هر ډول حالاتو کې به ستاسو سره اوږه په اوږه ولاړ وي او همدارنګه د اسلامي امارت له نورو ارګانونو او له ټولو تجارانو څخه هم مننه کوم چې په دغه سختو حالاتو کې یې زموږ د هیوادوالو لاس نیوی وکړ."

دغه ټیمونه چې تېره شپه د ملي دفاع وزارت رهبرۍ له لوري راغوښتل شوي وو، د یاد وزارت قدرمن وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له لوري هر منسوب ته پخپل لاس تقدیرنامه ورکړل شوه او په مادي مکافاتو یې هم ونازول.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ