په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۹ عرادې روسي T55 او T62 زغروال ټانګونه ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د څرخي پله دوهمې پلې لواء په دریم زرهدار کنډک کې د مسلکي او تخنيکي ټیمونو په هڅو ۹ عرادې روسي زغروال ټانګونه...
۱۴۰۴ وږی ۱۹

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د څرخي پله دوهمې پلې لواء په دریم زرهدار کنډک کې د مسلکي او تخنيکي ټیمونو په هڅو ۹ عرادې روسي زغروال ټانګونه چې ۷ عرادې يې T55 او دوه عرادې یې T62 دي بیاځلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
یاد زغروال ټانګونه له دښمن سره د جګړې پر مهال د هېوادوالو او سرحداتو د دفاع او د دښمن د پټنځایونو او مرکزونو په له منځه وړلو کې خورا مهم رول لري؛ دیادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په لسګونه عرادې زغروال ټانګونه ترمیم شوي او دا لړۍ د یوه منظم پلان له مخې لا هم دوام لري.