د هېواد د وسله‌ وال پوځ لوی درستیز د شرقي زون زلزله‌ ځپلو سیمو ته سفر وکړ

حافظ محمد فصیح‌ الدین "فطرت" د هېواد د وسله‌ وال پوځ لوی درستیز، د پنجشنبې په ورځ د يوه پلاوي په ملتیا...

۱۴۰۴ وږی ۱۵

د هېواد د وسله‌ وال پوځ لوی درستیز د شرقي زون زلزله‌ ځپلو سیمو ته سفر وکړ

حافظ محمد فصیح‌ الدین "فطرت" د هېواد د وسله‌ وال پوځ لوی درستیز، د پنجشنبې په ورځ د يوه پلاوي په ملتیا چې د اپراسیون ریاست د پلان او هماهنگی مرستیال او د ستردرستیز د انجینري ریاست مرستیال پکې شامل وو، د کونړ ولایت خاص کونړ او نورګل ولسواليو ته سفر وکړ.

د دې سفر پر مهال لوی درستیز لومړی د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء په لومړي کنډک کې د کونړ والي مولوي قدرت‌الله "ابوحمزه" او یو شمېر ملکي او نظامي مسؤولینو سره ولیدل؛ لوي درستيز د هېواد د هوايي ځواکونو د پیلوټانو له هڅو څخه په قدردانۍ سره وویل: «تاسې زموږ د هېوادوالو د ژغورلو په برخه کې فعاله او ارزښتمنه ونډه لرلې ده.»

وروسته لوی درستیز او ورسره مل پلاوي نورګل ولسوالۍ ته ولاړل؛ د پېښې له ځای څخه د ليدنې تر څنګ له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه؛ په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت ستردرستیز مقام له لوري له لس میلیونو افغانیو څخه زیاته نغدې مرسته د ۱۱۰۰ څخه پر زياتو د شهیدانو، ټپیانو او زیانمنو شویو کورنیو ترمنځ وویشل شوه.

د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز په پای کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواکونو د پیلوټانو له همکارۍ څخه، چې په لنډ او کم وخت کې د پېښې ځای ته رسېدلي وو، مننه وکړه او د سیمې خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې ملي اسلامي اردو به په خپلو ټولو امکاناتو د خپلو هېوادوالو په خدمت کې ولاړه وي.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ