د هیواد په ختیځو ولایتونو کې زلزله ځپلو هیوادوالو ته د ملي دفاع وزارت هوایي ځواکونو مرسته
د هیواد په ختیځو ولایتونو کې زلزله ځپلو هیوادوالو ته د ملي دفاع وزارت هوایي ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې...
۱۴۰۴ وږی ۱۲

د هیواد په ختیځو ولایتونو کې زلزله ځپلو هیوادوالو ته د ملي دفاع وزارت هوایي ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې ۱۵۵ پروازونه ترسره کړي چې لومړۍ ورځ ۸۳ پروازه ترسره شوي او ۱۰۰۰ تنه هېوادوال یې انتقال کړي؛ همداراز دویمه ورځ يي ۷۲ پروازونه ترسره کړي چې ۳۶۱ تنه ټپیان ۵۴۰ تنه د ټپیانو پایوازان او د خدمت عمله سره د لس زره کیلو وزن انتقال کړي دي، چې ټولټال ۱۹۰۱ تنه هېوادوال یې انتقال کړي دي.
د نورو جزئياتو لپاره زموږ د ټولنيزو پاڼو آدرسونه درسره وڅارئ.