د ملي دفاع وزارت اړوند ٢٠٧ الفاروق قول اردو د ښوونیز مرکز څخه ۶۵۷ تنه منسوبین له درې میاشتنۍ دورې...
۱۴۰۴ کب ۷

د ملي دفاع وزارت اړوند ٢٠٧ الفاروق قول اردو د ښوونیز مرکز څخه ۶۵۷ تنه منسوبین له درې میاشتنۍ دورې تکتیکي او عقیدوي زدکړو او ۱۹۲ تنه منسوبین د شپې دوربین له لیزري زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزني ریاست مرستیال مولوي عبدالباري"حمزه"، د ٢٠٧ الفاروق قول اردو قوماندان الحاج مولوي نصرالله"مطیع" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو نویو فارغ شویو منسوبینو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې، دهغوی زیار او کوښښونه يې د اعداد په برخه او د اسلامي نظام د بقا لپاره اړین وبلل.
په پای کې فارغ شویو منسوبینو ګډونوالو ته د جګړه ایزو تکتیکونو نمایشات ترسره کړل؛ مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.