د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢١٧ عمري قول اردو د ښوونیز مرکز له دولسمې، درې میاشتنۍ دورې تکتیکي...
۱۴۰۴ کب ۶

د ملي دفاع وزارت اړوند د ٢١٧ عمري قول اردو د ښوونیز مرکز له دولسمې، درې میاشتنۍ دورې تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه ٦٥٠ تنه منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې ریاست رئیس شیخ داد محمد "محمدي"، د ۲۱۷ عمري قول اردو مرستيال قوماندان ملا عبدالکريم"نافذ" شمال ختيځ زون نظامي محکمې رئیس مولوي عبدالهادي"همت" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو نویو فارغ شویو منسوبینو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې، د هغوی زيار او کوښښونه يې اعداد په برخه کې او د اسلامي نظام د بقا لپاره اړین وبلل.
په پای کې فارغ شویو منسوبینو ګډونوالو ته د جګړه ایزو تکتیکونو نمایشات ترسره کړل؛ مراسم فارغانوته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.