د تیرو تجاوزونو په دوام یو ځل بیا پاکستاني پوځي رژیم د افغانستان ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو، (یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو) هوايي بریدونه ترسره کړل...
۱۴۰۴ کب ۳

د تیرو تجاوزونو په دوام یو ځل بیا پاکستاني پوځي رژیم د افغانستان ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو، (یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو) هوايي بریدونه ترسره کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېگناه ملکي وگړي پکې شهیدان او ټپیان شول.
د ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي.
ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.ان شاءالله تعالی
پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی، او دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي.