د ملي دفاع وزارت په مقر کې منسوبینو او کارکوونکو ته اصلاحي او عقیدتي درس وړاندې شو

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتی، فرهنګي او امر بالمعروف ریاست د خپلو دوامداره فعالیتونو په لړ کې...

۱۴۰۴ سلواغه ۳۰

د ملي دفاع وزارت په مقر کې منسوبینو او کارکوونکو ته اصلاحي او عقیدتي درس وړاندې شو

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتی، فرهنګي او امر بالمعروف ریاست د خپلو دوامداره فعالیتونو په لړ کې، نن د یاد وزارت په مقر کې منسوبینو او کارکوونکو لپاره د «اصلاحي او عقیدتي درسونو» تر عنوان لاندې یوه غونډه جوړه کړه.

دغه غونډه چې د رمضان المبارک میاشتې په لومړۍ ورځ ترسره شوه، د قرآن عظیم‌الشأن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د ستردرستیز د عقیدتی، فرهنګي او امر بالمعروف رئیس مولوي سیدآغا"ابوالمقبول عاکف" په وینا سره دوام وموند.

د ستردرستیز د عقیدتی، فرهنګي او امر بالمعروف رئیس په خپلو خبرو کې د رمضان المبارک میاشتې پر فضیلتونو خبرې وکړې او دا میاشت یې د خیر، برکت او رحمت میاشت وبلله؛ هغه میاشت چې قرآن کریم پکې نازل شوی او د عبادت، بندګۍ، د نفس تزکیې او د اسلامي امت تر منځ د ورورولۍ او یووالي د پیاوړتیا لپاره یو ډېر ارزښتناک فرصت ګڼل کېږي.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ