د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون...
۱۴۰۴ سلواغه ۲۰

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل رض ملي پوځي اکاډمۍ څخه ۶۷ تنه محصلین په بیلابیلو برخو کې له څلور کلنو مسلکي لیسانس زده کړو له ۱۷ دورې څخه نن د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني "برادر" او د کابینې د یو شمېر وزیرانو په حضور کې فارغ شول چې د یاد پوهنتون په نظامي اکاډمۍ کې ۱۱۵۰ تنه محصلین په لومړي، دویم او دریم ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي .
ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني "برادر" پخپلو خبرو کې وویل: تاسو ته د مسلکي زده کړو ترڅنګ د ملي روحیي او ځمکني بشپړتیا د ساتنې درس هم درکول شوی دی، د اسلامي امارت سیاست داده چې نه چاته ضرر رسوي او نه د چا ضرر مني که له چا ضرر وویني بیا یې بدل هیچاته نه پریږدي.
همدا راز زیاته یې کړه: چې دا هیواد دښمن ته غوړه ګوله نه بلکې د زقوم ونه ده چې د لویو امپراطوریو مرۍ یې ور ترخې کړې نو مولود ماشومان به یې هیڅکله هم هضم نشي کړای.
ورپسې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق "انور"یادو محصلینو ته د اطاعت اوښه خدمت کولو وینا ترڅنګ زیاته کړه: نور افغانستان ان شاءالله په هره برخه کې پر ځان بسیا دی که هغه امنیتي برخه ده که اقتصادي برخه ده او که نورې برخې دي، تاسو باید له عصري وسلو سره ځانونه بلد کړئ.
همدا راز د سرحدنو قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله "نوري" پخپلو خبرو کې وویل: تاسو په اسلامي روحیه سمبال تربیه شوي یاست، زموږ په معسکراتو د تربیت اساس عقیده ده، تاسو به د اسلامي نظام خدمت کوئ ددې اسلامي نظام ساتنه ستاسو اولویت دی، دغه نظام زموږ او ستاسو د عزت، ازادۍ او خاورې ساتونکی دی موږ او تاسو باید پر دې نظام وویاړو.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد "ندیم" فارغ شویو ځوانانو ته په خبرو کې وویل: تاسو پورې د ټولنې هیلې تړلې دي او اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د خلکو هیلې په عمل کې پوره کړئ، تاسو باید یوازې د ځان لپاره کار ونهکړئ، بلکې د ټولنې او اسلام د خدمت لپاره خپلې دندې ترسره کړئ.
د ازموینې ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي "حقاني" پخپلو خبرو کې وویل: کوم هیوادونه چې قوي پوځ ونلري هغه تل د نورو تر استعمار لاندې وي، هر هیواد د خپلې ازادۍ د ساتلو لپاره قوي پوځ ته ضرورت لري.
دغو محصلینو چې تېره ورځ یې د لوړې او بیعت کولو مراسم او نور پوځي نمایشات د لوژ له مخې د مشرانو په وړاندې په منظم ډول ترسره کړي وو، نن یې مسؤلینو په لاسونو خپل سندونه ترلاسه کړل.