د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل"مظلوم" د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه...
۱۴۰۴ سلواغه ۱۵

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل"مظلوم" د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه او دیادې قوماندانۍ د ښوونیز مرکز له منسوبینو سره یې وکتل.
الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" منسوبینو ته د وینا پر مهال وویل: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده نو تاسو هم د اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه د مسلکي پوځي او فکري زده کړو له دغه طلایي فرصت څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ ځکه اطاعت د نظام د تحکیم او د الله ج د رضا سبب ګرځي.
همدارنګه د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو د قومانداني د مسؤلینو له کړنو او فعالیتونو څخه یې خوښۍ څرګنده کړه او د چارو د سمون او پرمختګ په پار یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.