د ا.ا.ا زعیم امیرالمؤمنی حفظهالله د حکم پر اساس او د چارو د لا ښه سمون په موخه...
۱۴۰۴ سلواغه ۷

د ا.ا.ا زعیم امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر اساس او د چارو د لا ښه سمون په موخه ملا محمد نادر «حقجو» د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لواء د قوماندان په توګه ټاکل شوی وو، نن د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام «حنفي» د کرنې او اوبو لګولو وزیر مولوي عطاءالله «عمري»، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال ملا عبدالوکیل «منیب» او د فاریاب والي مولوي عبدالاحد «فضلي» په حضور کې رسماً معرفي شو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام «حنفي» نوي ټاکل شوي قوماندان ته لازمې لارښونې وکړې او مسؤلیت ته په ژمنتیا یې ټینګار وکړ او د ورسپارل شوې دندې د بریالۍ ترسره کولو په برخه کې یې ورته د لا زیاتو بریاوو دعا وکړه.
په پای کې نوي ټاکل شوي قوماندان د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه د باور او اعتماد له امله مننه وکړه او د چارو د ښه والي لپاره یې د دوامداره هڅو ژمنه وکړه.