د هرات هوایي ځواک لواء په واورو کې بند هیوادوال وژغورل
د هرات د هوايي ځواک لواء د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې هغه هېوادوال وژغورل...
۱۴۰۴ سلواغه ۶

د هرات د هوايي ځواک لواء د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې هغه هېوادوال وژغورل چې د سختو واورو اوریدو او د لارو بندېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي وو؛ په ياده پېښه کې داسې ښځینه مریضان هم شامل وو، چې عاجلې تداوۍ ته یې اړتیا لرله، بلاخره د ځانګړي هوایي پرواز له لارې د هرات ولایت مرکز ته په عاجله توګه انتقال او له پوره روغتیایي خدماتو څخه برخمن شول.
د ملي اسلامي اردو هوایي او دفاعي ځواکونه ژمن دي چې په هر ډول بیړنیو او سختو حالاتو کې خپلو هېوادوالو پر وخت رسیده ګي وکړي او د دوی ژوند وژغوري.