د پروان لواء انجنیرۍ ټیم له لوري ٢٠ کلیومتره سرک له واورو څخه پاک شو
د ٢٢١ شهید آفتاب فرقې اړوند پروان لواء انجينري ټیم منسوبینو د ورستيو اورښتونو او طوفانونو له امله...
۱۴۰۴ سلواغه ۶

د ٢٢١ شهید آفتاب فرقې اړوند پروان لواء انجينري ټیم منسوبینو د ورستيو اورښتونو او طوفانونو له امله د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ د سیاه ګرد بازار څخه تر خیشکو شاهي خیلو او همدارنګه د یخدرې له خولې تر جانبت خیلو پورې ٢٠ کلیومتره سرک له واورو څخه پاک کاري کړ چې د یادو سیمو وګړي یې له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړي وو.
ورته مهال د ملي اسلامي اردو ځواکونو د جبل السراج او سالنګونو پر لویه لار هغه ٢٥ تنه هیوادوال وژغورل چې په واورو کې بند پاتې وو؛ همداراز یې په جبل السراج ولسوالۍ کې هم سلګونه عدده د کوچیانو مواشي مالونه هم وژغورل چې په واورو کې بند پاتي وو.