د ٢٠٩ الفتح قول اردو منسوبینو د هوایي ځواک پرمټ په واورو کې بند هیوادوال انتقال کړل
د ملي دفاع وزارت اړوند ٢٠٩ الفتح قول اردو منسوبینو له لوري د هوایي ځواک پر مټ...
۱۴۰۴ سلواغه ۶

ملي دفاع وزارت اړوند ٢٠٩ الفتح قول اردو منسوبینو له لوري د هوایي ځواک پر مټ د فارياب ولايت لولاش ولسوالۍ اړوند سیمو کې په شدیدو واورو کې بند هېوادوال خوندي سیمو ته انتقال کړل چې له بده مرغه زموږ یو تن هیوادوال شهید شوی وو او یو تن ناروغ د بېړنۍ درملنې لپاره د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار روغتون ته انتقال شو.
همدا راز هغه سړکونه چې د شدیدې واورې له امله بند وو، د هیوادوالو په غوښتنه د ٢٠٩ الفتح قول اردو د تخنیکي ټيمونو په ملتیا خلاص شول.