د هېواد د وسله‌ وال پوځ لوی درستیز د قطر دولت د امیر سره ولیدل

۱۴۰۴ مرغومی ۳۰

د هېواد د وسله‌ وال پوځ لوی درستیز د قطر دولت د امیر سره ولیدل

د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین "فطرت"چې د «ډیمډیکس»(د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون) کې د ګډون په موخه قطر هیواد ته تللی و، د دې نندارتون د پرانیستې مراسمو په څنډه کې د قطر دولت له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره هم ولیدل.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ