د وسلوال پوځ لوی درستیز د (دیمدیکس) په پرانیسته کې ګډون وکړ
د هېواد د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت"...
۱۴۰۴ مرغومی ۲۹

د هېواد د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چې تیره ورځ د قطر هیواد ته په رسمي سفر تللی وو، نن د دیمدکس (د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون) د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه نندارتون چې د قطر هېواد په دوحه کې هر کال دایریږي د نورو هیوادونو د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز او نور نظامي مسؤلین پکې ګډون کوي.
د یادونې وړ ده چې تیر کال په یاد نندارتون کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" هم ګډون کړی وو.