د ۲۱۵ عزم قول اردو اوومې سرحدي لواء ته نوی قوماندان معرفي شو
د ا.ا.ا مشرتابه د حکم او د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم ديد...
۱۴۰۴ مرغومی ۲۲

د ا.ا.ا مشرتابه د حکم او د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم ديد او د چارو د لاښه سمون په موخه ملاعبدالشکور "بريالی" د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند اوومې سرحدي محمدي لواء د قومندان په توګه ټاکل شوی وو، نن د يادې قول اردو د قوماندان الحاج مولوي محمد ايوب "خالد" له لوري رسماً معرفي او په خپل کار یې پيل وکړ.
د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان د خپلې وینا پرمهال وويل: تغير او تبديل د نظام يوه اصولي کړنلاره ده او ډیر تغيرات په نظام کې د مثبت بدلون لپاره ترسره کیږي، همدا راز د لواء مخکني قوماندان الحاج ملا بسم الله" فرهادي" د خدمتونو ستاينه یې وکړه او نوي ټاکل شوي قوماندان ته يې د ښه خدمت کولو دُعا وکړه.