د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو له ښوونیز مرکز څخه...
۱۴۰۴ مرغومی ۱۸

د ملي دفاع وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د (جمعي تعلیماتو) له اوومې دورې څخه ۱۳۲ تنه ځوان منسوبین د یادې قول اردو مرستیال الحاج مولوي غوث الدین"رهبر" او ګڼ شمیر نورو مسؤلینو په حضور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسؤلینو په خپلو ویناوو کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د نظام د ساتنې، پوځي انضباط، احساس مسؤليت او له ولس سره په هر ډول حالاتو کې د ګډې همکارۍ په هکله ارزښتناکې ويناوې وکړې.
په پای کې فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول حالاتو کې به اسلامي نظام او خپلو خلکو ته د سر په بیه خدمت کوي.
دغه مراسم فارغانو ته بری لیکونو په ورکولو او دعایه کلام سره پای ته ورسېدل.