د سرمفتشیت د ظرفیت لوړونې له سیمینار څخه د ملي اسلامي اردو ۱۰۰ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت سرمفتشیت د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار

۱۴۰۴ مرغومی ۱۷

د سرمفتشیت د ظرفیت لوړونې له سیمینار څخه د ملي اسلامي اردو ۱۰۰ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت سرمفتشیت د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار، چې د یاد وزارت د سرمفتشیت په تالار کې ترسره شوی و، د فراغت په مراسمو سره پای ته ورسېد.

په یاد سیمینار کې د وزارت له قرارګاه، قطعاتو او جزوتامونو څخه ۱۰۰ تنه منسوبینو ګډون کړی و، چې د درسي نصاب تر بشپړولو وروسته فارغ شول.

د فراغت مراسم د سرمفتشیت د لومړي مرستیال مولوي محمد یونس «مخلص»، د ساحوي چارو مرستیال مولوي عبدالحنان «فایز»، د داخلي چارو مرستیال مولوي عبدالقهار «متوکل» او یو شمېر نورو مسؤلینو په حضور کې ترسره شول.

په دغه سیمینار کې د داخلي کنټرول سیستم، مالي فورمونه، عینیات، احضارات، راپور لیکنه او د نړیوالو سیستمونو (INTOSAI) اړوند مضامین وړاندې شول.

یاد پروګرام د مسؤلینو د ارزښتناکو ویناوو او سپارښتنو سره په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ