د ملي اسلامي اردو د فوټبال لوبډلې د کابل غوره لیګ اتلولي وګټله

د ملي اسلامي اردو د فوټبال لوبډلې یو ځل بیا ثابته کړه چې...

۱۴۰۴ مرغومی ۱۵

د ملي اسلامي اردو د فوټبال لوبډلې د کابل غوره لیګ اتلولي وګټله

د ملي اسلامي اردو د فوټبال لوبډلې یو ځل بیا ثابته کړه چې یوه منظمه، پیاوړې او د ویاړ وړ لوبډله ده. یاد ټورنمنټ چې د ۹ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، د اردو لوبډلې پکې له ۸ لوبو څخه ۸ بریاوې خپلې کړې او د لومړي مقام په خپلولو سره یې د اتلولۍ جام پورته کړ، په داسې حال کې چې د سباوون لوبډلې دوهم مقام خپل کړ.

د کابل غوره لیګ سیالۍ د ۹ لوبډلو په ګډون د شور او ولولو په فضا کې ترسره شوې او په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې. د ملي اسلامي اردو لوبډلې د ټولو سیالیو په ګټلو سره تر ټولو زیات امتیازونه ترلاسه کړل، د اتلولۍ جام یې وګاټه او د افغانستان د قهرمانانو لیګ سیالیو ته یې د ګډون لاره وموندله.

د جایزو د وېش په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي بازمحمد «حمیدي»، د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي احمدالله «وثیق»، د افغانستان د ملي المپیک کمېټې تخنیکي مرستیال حافظ احمدجان «ځدران» او د کابل د فوټبال فدراسیون رئیس حاجي فرید احمد «یوسفزی» ګډون کړی و.

په یادو سیالیو کې د اردو له لوبډلې څخه محمد وارث «شیرزي» د ۱۲ ګولونو په وهلو سره د سیالیو د غوره ګول وهونکي لقب ترلاسه کړ، همداراز سیف‌الله «سلطاني» د همدې لوبډلې له لوري د غوره دروازه‌ساتونکي په توګه وپېژندل شو. د یادونې وړ ده چې د ملي اسلامي اردو فوټبال لوبډلې له تېرو درېیو کلونو راهیسې پرله‌پسې د کابل لیګ اتلولي ګټلې ده.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ