د وسلوال پوځ لوی درستیز د اوپراسیون ریاست د ظرفیت لوړونې سیمینار په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح‌الدین"فطرت" د اوپراسیون ریاست د پلان او پالیسي معاونیت

۱۴۰۴ مرغومی ۱۳

د وسلوال پوځ لوی درستیز د اوپراسیون ریاست د ظرفیت لوړونې سیمینار په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح‌الدین"فطرت" د اوپراسیون ریاست د پلان او پالیسي معاونیت له لوري د قول‌اردو ګانو او جزوتامونو ٢٠ تنه د پلان امرینو ته د ظرفیت لوړونې په پار جوړ شوي پنځه ورځني سیمینار په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه سیمینار کې د وسلوال پوځ لوی درستیز منسوبینو ته د پلان د ارزښت او اهمیت په اړه هراړخیزه وینا وکړه او همداراز یې له منسوبینو وغوښتل چې خپل مسؤليتونه په ښه او مسلکي ډول مخته یوسئ، د خپلو امراوو اطاعت وکړئ؛ یاد سیمینار په دُعایه کلام سره پای ته ورسېد.
 


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ