د پنجشیر ولایت فوق العاده لواء له لوري؛ د نورو عامه پروژو تر څنګ، د دې ولایت له پریان ولسوالۍ څخه...
۱۴۰۴ مرغومی ۲

د پنجشیر ولایت فوق العاده لواء له لوري؛ د نورو عامه پروژو تر څنګ، د دې ولایت له پریان ولسوالۍ څخه د بدخشان ولایت تر کران او منجان ولسوالۍ پورې ۲۹۵ کیلو متره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ملي دفاع وزارت په پلان کې لري، چې د پنجشیر ولایت د ولسونو د هوساینې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره یاد ولایت له خپلو ګاونډیو(کاپیسا، تخار، بدخشان او نورستان) ولایتونو او له همدې لارې د افغانستان د اقتصادې ودې په پار له واخان کورېډور سره ونښلوي، په همدې موخه یې د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ څخه د بدخشان ولایت تر کران او منجان پورې ۲۹۵ کیلو متره سړک چې پراخوالی یې ۱۰ څخه تر ۱۲ مترو پورې دی، جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شو.
د یادونې وړه ده چې د یادې لواء له لوري د پنجشیر ولایت څخه تر نورستان ولایت پورې ٢٠٤ کیلو متره سرک د جوړلو چاري روانې دي؛ همداراز د ١١٠٠ مترو په اندازه د زراعتي ځمکو د خړوبولو لپاره کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.