وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د هیواد له سیاسي او نظامي...
۱۴۰۴ لیندۍ ۲۹

وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د هیواد له سیاسي او نظامي چارو شنونکو او د رسنیو له درنو مسؤلینو او استازو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه غونډه تر سره کړه.
دغه غونډه کې د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت"د ملي دفاع وزارت دفتر رئیس مولوي خان محمد "نصرت" د اپراسیون رئیس مولوي نور الرحمن "نصرت" د یاد وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو د هیواد د سیاسي او نظامي چارو شنونکي او د رسنیو استازو ګډون درلود.
د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د رسنیو استازو او سیاسي شنونکو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه: له هرڅه نه مخکې موږ او تاسو ته د هیواد ازادي او امنیت مهم دی، زموږ زیاتو هیواد والو تکلیفونه ولیدل ودردیدل معیوب شول د دوی خدمت پرموږ او تاسو لازم دی، زموږ د امنیتي ځواکونو تمرکز هم په دې دی چې د هیوادوالو امنیت ټینګ کړي او دوی ته هر ډول سهولتونه برابر کړي.
د رسنیو له درنو استازو څخه هم مننه کوم چې د امنیت په تامین کې خپل نقش لوبولی دی او زموږ له دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، کوم ملتونه چې پخپلو پښو نه وي ولاړ او په بل چا تکیا وو که څه هم رشد وکړي خو بیا هم وړاندی تګ نشی کولای، په تېرو څلورو کلونونو کي زموږ ملي اسلامي اردو ځواکونو د هیواد په دفاع او ساتنه کې هیڅ ډول دریغ نه دی کړی زموږ اردو اوس پخپلو پښو ولاړه ده.
همدا راز زیاته یې کړه: موږ او تاسو ددې وطن بچیان یو یو بل ته باید لاسونه ورکړو او هیواد په ګډه جوړ کړو خپلو ځواکونو ته مرال ورکړو او د وطن په جوړولو کې خولې تویې کړو، موږ داسې یوه اردو جوړ وو چی زموږ له سرحداتو عزت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي او زموږ ازادی وساتي او کوشش کوو چې یو داسې مجهزه په ماډرن وسلو سمبال اردو جوړه کړو چې په هر ډول حالاتو کې له خپل حریم څخه دفاع وکړي، زموږ اردو ولس ته ثابته کړه چې هر څوک هیواد ته په بد نظر وګوري په پوره زړورتیا سره به جواب ورکوي او ګاونډیانو ته هم دا ثابت شول چې څوک په افغانستان یو ګذار وکړي سل چنده جواب به ورکول کیږي.
زموږ ملي اسلامي اردو ځواکونو دا هم هیوادوالو ته ثابته کړه چی په هر ډول الهي افاتو او نورو پیښو کې له خپل ولس سره څنګ په څنګ ولاړ وو او د دوی خدمت یې وکړ، په پای کې تاسو او هیوادوالو ته اطمنان درکوم چې زموږ ملي اسلامی ارد د پرمختګ په برخه کې یولحظه هم غفلت نه کوي او شپه او ورځ به د هیوادوالو په خدمت کې وي.
ورپسې د هیواد سیاسي او نظامي چارو شنونکو پخوانیو جنرلانو او د رسنیو استازو خپل نظرونه څرګند کړل او ملي دفاع وزارت سره یې د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په ساتلو کې خپل ملاتړ څرګند کړ غونډه په دعایه کلام سره پای ته ورسېده.