د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین «فطرت» د بغلان ولایت...
۱۴۰۴ لیندۍ ۲۳
د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین «فطرت» د بغلان ولایت په خنجان او بنو اندراب ولسوالیو کې د حضرت زید بن حارثه (رض) لواء او اړوندو البدر او عمر بن الخطاب کنډکونو څخه لیدنه وکړه.
لوی درستیز د دې لیدنې پر مهال د یادو کنډکونو ستونزې او مشکلات له نږدې واورېدل او د لا زیاتو همکاریو ژمنه یې وکړه، همدارنګه، په خپلو خبرو کې یې د دفاعي ځواکونو د هڅو قدرداني وکړه چې د بغلان ولایت د امنیت په ټینګښت او د خلکو خدمت کې هیڅ ډول هڅه نه ده سپمولې او ټینګار یې وکړ چې له خپلو هېوادوالو سره لا زیات او مؤثره همکاري وکړي.
په پای کې، دیادې لوا قوماندان او کنډک مسؤلینو ژمنه وکړه چې په هر حالت کې به د رهبرۍ د لارښوونو سره سم د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او سرحداتو څخه په کلکه دفاع او ساتنه کوي.