د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت سعد بن ابي وقاص رض حربي ښوونځي د ۸۷ دورې
۱۴۰۴ لیندۍ ۲۲

د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت سعد بن ابي وقاص رض حربي ښوونځي د ۸۷ دورې له دولسم ټولګي نه ۱۷۷ تنه طلاب له عقیدوي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معنیت مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي"، د ازموینې ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي "حقاني" دملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم "حذیفه “، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د عقیدتي چارو رئیس مولوي سیداغا "ابو مقبول" او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
مسؤلینو پخپلو ویناوو کې د مبارکۍ ترڅنګ طلابو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه تاسو په دې زده کړو اکتفا مه کوئ کوشش وکړې لوړې مسلکي زده کړې ترسره کړئ ترڅو د هیواد لپاره یو مسلکي کس جوړ شئ تاسو د ددې هیواد راتلونکي مشران یاست او دغه روانه بیړۍ به تر منزله رسوئ.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې یاد ښوونځي د نوي جلب لپاره هم خبرتیا خپره کړه تر څو هیوادوال وکولای شي خپلي مسلکي زده کړې تر سره کړي.
غونډه فارغانو ته د بری لیکونو او دعایه کلام سره پای ته ورسېده.