په کونړ کې زلزله ځپلو هيوادوالو ته په بنسټيز ډول ۳۵ کورونه او يو جومات جوړيږي

د ا.ا.ا ملي دفاع وزارت د رهبري له لوري د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار دره کې...

۱۴۰۴ لیندۍ ۱۹

په کونړ کې زلزله ځپلو هيوادوالو ته په بنسټيز ډول ۳۵ کورونه او يو جومات جوړيږي

د ا.ا.ا ملي دفاع وزارت د رهبري له لوري د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار دره کې د زلزله‌ ځپلو هيوادوالو لپاره د ۳۳,۵ ميليونه افغانيو په ارزښت (۳۵) بابه کورونه او یو محراب جومات چې د (۳۰۰) تنه لمونځ کوونکو ظرفيت لري د جوړېدو چارې پیل شوې.

یاده پروژه نه یوازې د متضرره شویو کورنیو لپاره د سرپناه ځايونه او زمينه برابروي، بلکې د ملي اسلامي اردو مسؤلينو او مجاهدینو له خپلو ولسونو سره د مينې، علاقې او صله رحمۍ درلودلو څرګندونه کوي.
 


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ