د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له درېیمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا امیرخان"حقاني"...

۱۴۰۴ لیندۍ ۱

د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له درېیمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا امیرخان"حقاني" او یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله، نن ورځ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د سروبي درېیمې پلې لواء څخه لیدنه وکړہ.

په دغه لیدنه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز د یادې لواء قوماندان مولوي امین الله"امین" او نورو مسؤلینو سره د ګډې ناستې سربېره له اړوندو یو شمېر جزوتامونو څخه لیدنه وکړه او منسوبینو ته یې د اړینو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړي.

همداراز د وسله وال پوځ لوی درستيز هلته د شته ډاډمن امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او د مسؤلینو هلې ځلې او لاسته راوړنې يې وستایلي.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ